د افغانستان د صلحې غونډه نن په پاکستان کښې جوړيږي
(last modified Sat, 22 Jun 2019 01:05:31 GMT )
Jun 22, 2019 05:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان د صلحې غونډه نن په پاکستان کښې جوړيږي

«د لاهور بهير» نومې د افغانستان د صلحې وړومبنۍ غونډه نن له اسلام آباد سره نزدې په مري سياحتي سيمه کښې جوړيږي.

د افغانستان د حزب اسلامي وياند غېرت بهير له ډېلي ټائمز پاکستاني ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل، د افغانستان د نامتو ګوندونو مشران، د ولسي او مشرانود جرګو يو شمېر استازي او ځينې سياسي شخصيتونه منجمله د صلحې د عالي شورا مشر کريم خليلي، ګلبدين حکمتيار، استاد عطاء نور او عبدالرشيد دوستم به دغه غونډه کښې ګډون وکړي.

د دغه رپوټ له مخې د افغانستان د امنيتي حالاتو څېړنه، د نظر تبادله، د ولسي تماسونو زياتوالے، د راتلونکو حکومتونو لپاره د اعتماد د فضاء له رامنځته کولو سره مرسته په پاکستان کښې د صلحې د دغې غونډې ځينې محورونه دي.

د اسلام آباد او کابل لوړ رتبه چارواکو د افغانستان د صلحې او ثبات په اړه په ځلونو د يو بل هېوادونو ته سفرونه کړي دي خو په عمل کښې له افغان حکومت سره د صلحې د خبرو اترو ميز ته د طالب ډلې د راکښلو او په افغانستان کښې د امنيت د ټينګولو په لړ کښې هيڅ عملي اقدام نه دے شوے. طالب ډلې له افغان حکومت سره د صلحې د هر ډول خبرې اترې له دغه هېواد څخه د امريکائي ځواکونو له وتلو سره مشروط کړي دي.

 

ټیګونه