په افغانستان کښې د یو نوي جوړښت رامینځته کیدل ضروري دي
ګلبدین حکمتیار په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په لړ کښې په هیواد کښې د ټولو ښکیلو لورو ترمینځ د جوړجاړي له لارې د یو نوي جوړښت د رامینځته کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
د افغانستان پخواني ولسمشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د صلحې په غونډه کښې چې د (لاهور بهیر) تر عنوان لاندې په اسلام آباد کښې ترسره شوه، په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په لړ کښې د ټولو خواؤ د مصالحې له لارې د یو نوي جوړښت د رامینځته کیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: نه دي پکار چې دا نوی نظام د تیرو نمونو په شان له بهر څخه وتپل شي بلکې باید د افغانانو د دیني او کلتوري ارزښتونو په بنیاد ودریږي.
هغه هم داشان زیاته کړه چې باید ټولې سیاسي، قومي او دیني ډلې په خپلو کښې یوموټې شي او د افغانستان د برخلیک او راتلونکي د ټاکلو لپاره کوشش وکړي.
هغه وویل چې کابل له ټولو هیوادونو تمه لري چې له نورو هیوادونو سره خپلې دښمنۍ د افغانستان خاورې ته نه راوړي.
د ویلو ده چې د افغانستان د صلحې دوه ورځنۍ غونډه د لاهور د صلحې د تحقیقاتي مرکز له خوا، په اسلام آباد کښې د پاکستان د خارجه وزارت په ملګرتیا سره د شنبې په ورځ پیل شوه چې د افغانستان پنځوسو سیاسي مشرانو په کښې ګډون درلود.