د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په وړاندې د حکمتيار فکر رابرسېرونکے دريځ
(last modified Mon, 24 Jun 2019 10:40:16 GMT )
Jun 24, 2019 15:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په وړاندې د حکمتيار فکر رابرسېرونکے دريځ

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پاکستان ته په سفر کښې په يو لړ فکر رابرسېرونکو څرګندونو کښې د اسلام اباد د حکومت له مخالفينو څخه د ملاتړ په اړه د کابل د حکومت په تورنولو سره د افغانستان د صلحې په بهير کښې د پاکستان اقدامات صادقانه وبلل.

هغه وويل، پاکستان يو ډېر مهم هېواد دے او د دغه هېواد حکومت د افغانستان د صلحې په بهير کښې يو کردار ادا کولې شي چې داسې يو کردار د  اجرا په حال کښې دے.

حکمتيار زياته کړه، هغه د افغانستان په وړاندې د پاکستان د  صادقانه هلو ځلو ستائنه کوي او باور لري چې اسلام آباد به په افغانستان کښې د صلحې د ټينګېدو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د هغه څه په باره کښې د حکمتيار فکر رابرسېرونکې وېنا چې هغۀ د افغانستان د صلحې په بهير کښې د پاکستان صادقانه هلې ځلې بللې دي د لاهور د صلحې په کانفرنس کښې له ګډونه وروسته چې د افغانستان د سياسي ډلو په لسګونو مشرانو او شخصيتونو پکښې شرکت کړے ؤ مطرح شوه. په داسې حال کښې د افغانستان د حزب اسلامي د مشر داسې وېنا مطرح شوې ده چې د هغه په اپوټه د دغه هېواد تقريباً ټولې سياسي ډلې په دغه هېواد کښې د صلحې د ډېرې مهمې مسئلې په اړه د پاکستان د تګلارې د څه رنګوالي په اړه بې اعتماده دي او هيڅکله يې په دې زمينه کښې د اسلام آباد دريځ روڼ او شفاف نه دے بللے.

په افغانستان کښې د پوهنتون استاد مطيع ا... خروټي ويلي دي: «پاکستان ښودلې ده چې په افغانستان کښې د صلحې لپاره صادقانه هلې ځلې نه کوي. دغه هېواد د لاهور په غونډه کښې ګډون ته د افغان سياستوالانو په هڅولو سره غواړي هغوي په دې پوه کړي چې پکار نه دي د صلحې امتياز يوازې افغان حکومت او ولسمشر ته ځانګړے وي بلکه هغوي هم په صلح کښې ونډه لري.»

د حکمتيار څرګندونې په داسې  حال کښې دي چې هغه هم ښۀ پوهيږي چې پاکستان په افغانستان کښې د جنګ او صلحې د دوو سترو او مهمو موضوع ګانو په اړه د هيلې وړ رول نه دے لوبولے او له پخوا راهسې په تېره بيا په افغانستان کښې د طالب ډلې د حکومت په رسميت پېژندلو سره د دغې ډلې د ځپلو او د ډېموکرېسۍد ټينګولو د لازموالي په اړه په افغانستان کښې د عمومي غوښتنې په مقابل کښې راغلے دے.

خو په داسې حالاتو کښې دا پوښتنه مطرح ده چې حکمتيار د کومو ملاحظاتو په بنياد په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو په شمول له دغه هېواد سره د پاکستان د مخامخېدنې د څه رنګوالي په اړه په موجودو مخينو باندې په سترګو پټولو سره په افغانستان کښې د صلحې په ټينګولو کښې د اسلام آباد کارکردګي شفافه او صادقانه بللې ده؟

دې پوښتنې ته په ځواب ورکولو کښې مختلف اټکلونه مطرح کيږي چې له داسې وېنا څخه د حکمتيار انګېزه او هدف ترې په ډاګه کېدې شي.

دا نظر موجود دے چې حکمتيار په داسې فکر رابرسېرونکو څرګندونو سره غواړي تر دباو لاندې د افغان حکومت په راوستلو سره له ارګ څخه د امتياز حاصلولو لپاره ترې د يو اړم په توګه ګټه اوچته کړي. د دغه نظر په بنياد د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د پاکستان له دريځونو څخه له څرګند ملاتړه د افغانستان د حزب اسلامي د مشر انګيزه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په درشل کښې خپل ګوند ته د دغه هېواد د خلقو پام راګرځول کېدې شي.

هغه کوشش کوي چې د يو بل شان دريځ په وړاندې کولو سره خلقو ته داسې يوه سناريو القاء کړي چې د هغې په بنياد له پاکستان سره د افغانستان په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي ځينې وجوهات د اسلام آباد د حکومت له مخالفو ډلو څخه په ملاتړ کښې د کابل د حکومت د کردار په نتيجه کښې رامنځته کېدونکي وبلل شي.

همدارنګ د حکمتيار د وروستيو دريځونو په باره کښې بل مطرح احتمال  په افغانستان کښې د پاکستان د ګټو د يو ملاتړي کس په توګه د ځان معرفي کولو لپاره د هغه کوشش دے چې وکولې شي په خپل سياسي راتلونکي کښې د اسلام آباد ملاتړ ته هيله من وي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزد په توګه د حزب اسلامي د مشر شتون دغه اټکل د هغه لخوا د داسې وېنا د مطرح کولو په څه رنګوالي کښې له نورو اټکلونو زيات څرګندوي.

--------

 

ټیګونه