ګلبدین حکمتیار اوسنی نظام سیکولر او غیر اسلامي وباله
د حزب اسلامي مشر مدعي شو چې د افغانستان اوسنی نظام سیکولر او غیراسلامي دی.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د حزب اسلامي او هم داشان د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیز ټیم مشر ګلبدین حکمتیار په جلال اباد ښار کې خپلو زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال د افغانستان اوسنی نظام سیکولر او غیر اسلامي وباله ویې ویل: هغوی چې د شپی عملیات تر سره کوي او هغوی چی د دې عملیاتو اداره یی په لاس کی ده د امنیتی ځواکونو په لباس کښې تروریستان دي.
حکمتیار وویل: که رڼې ټاکنې ونه شي پابلی به یی ونه منم او همدارنګه به د ملی وحدت په څیر حکومت چی د جان کیری په لاس جوړ شوی و هیڅکله ونه منم. حکمتیار پر خلکو غږ وکړ چې فاسد او غاصب ته رایه ورنکړي
له بلې خوا د ګلبدین حکمتیار پر غونډه نیوکه کوونکي وایي چې په غونډه کی د افغانستان ملي بیرغ نه و او ملی سرود هم ونه غږول شو.
دولسمشری ډیری نوماندان هڅه کوی له ننګرهار څخه چې ګن میشته ولایت دی ډیرې رایې تر لاسه کړي. ټاکل شوې چې سبا یعنې د سه شنبې په ورځ د ولسمشری بل نوماند رحمت ا... نبیل هم جلال اباد ته سفر وکړي.