د ټاکنو په ورځ کابو پنځوس وسلوالو ته مرګ ژوبلې اوښتی دی
(last modified Sun, 29 Sep 2019 11:00:49 GMT )
Sep 29, 2019 15:30 Asia/Kabul
  •   د ټاکنو په ورځ کابو پنځوس وسلوالو ته مرګ ژوبلې اوښتی دی

د ټاکنو په ورځ یی په ننګرهار کونړ لغمان نورستان کاپیسا پروان او پنچشیر ولایتونو کې چې ددې قول اردو د مسئولیت ساحه ده په مخامخ نښتو او هوایی بریدونو کې ۲۸ وسله وال مخالفین و ژلی او شل نور یی ټپیان کړی دی.

زمونږ خبریال له ننګرهار ه راپور راکړ  دافغانستان په ختیزو ولایتونو کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وئیلی دی ، د ټاکنو په ورځ یی په ننګرهار کونړ لغمان نورستان کاپیسا پروان او پنچشیر ولایتونو کې چې ددې قول اردو د مسئولیت ساحه ده په مخامخ نښتو او هوایی بریدونو کې ۲۸   وسله وال مخالفین و ژلی او شل   نور یی ټپیان کړی دی.

 نوموړی وویل پنځه  نور مخالفین چې غوښتل یی د رای ورکونی په مرکزونو د لاسی بمونو حملې وکړی   امنیتی ځواک    ژوندی نیولی دی .  د۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند وویل ددولت وسله والو مخالفینو د ټاکنو په ورځ په دی ولایتونو کې تر سلو ډیر د توپونو او نورو درنو وسلو بریدونه او ۲۸ د ماین چاودنې   کړی چې پکې دنوموړی پر وینا پنځه  ملکی وګړی وژل شوی او څلور پنځوس  نور ژوبل شویدی . هارون یوسفزی وویل له مخالفانو سره په مخامخ نښتو کې د ملی اردو شپږ عسکر هم برسیرن ټپیان شویدی. وسله والو مخالفینوتر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی .

 

ټیګونه