پاکستان پر افغانستان د تورخم لاره وتړله
په همداوروستیو کې پاکستان د افغانستان پر صادراتي شیانو باندې ځيني محدودیتونه لګولي چې په اساس ئې ، باید هغه درست باری ګاډي او شیان چې دپاکستان له لارې تیریږي ، په کنټینرو کې او دغه درست ګاډي هم په جي پي ایس سسټم سنبال وي .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان خارجه وزارت ویندوئې عائشه فاروقي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د افغانستان په لور ئې د تورخم لاره له دې وروسته تړلې چې د افغانستان له خوا پر پاکستاني سیمې د هاوان دوه ګولۍ ولګیدې البته چا ته په کې کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي .
میرمن عایشه وئيلي په دې اړه له افغان چارواکو سره په تماس کې یوو او هیله ده چې ډيره زر به دغه لاره بیرته پرانیستل شي
د ا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطاا... خوګیاڼي هم له نورو توضیحاتو په ډډه کولو سره یوازې د ومره وئيلي دي ،چې د تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزیت پر مخ تړل شوې او په خبرهیې چې په دې اړه خبرې روانې دي.
په عین حال کې د پاکستان حکومت له افغانستانه د وارداتي شیانو باندې د کسټم د محدودیتونو د اعمالولو په دوام کې هم ځيني اقدامات ترسره کړي ، چې وئيل کیږي ،په دې اړه ئې پاکسنتان ته د د افغانستان د باري ګاډو د ورتلو مخنیوی کړی دی .