عبد الله عبد الله د والیانو معرفي کول پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88132-عبد_الله_عبد_الله_د_والیانو_معرفي_کول_پیل_کړل
عبد الله عبد الله په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د اشرف غني له بریالي اعلانیدو وروسته له خپلې خوا د والیانو اعلانول پیل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 09:10 Asia/Kabul
  • عبد الله عبد الله د والیانو معرفي کول پیل کړل

عبد الله عبد الله په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د اشرف غني له بریالي اعلانیدو وروسته له خپلې خوا د والیانو اعلانول پیل کړل.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايي مشر او د دغه هیواد په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کښې ماتې خولي کاندید چې په افغانستان کښې د یو هراړخیز حکومت د جوړولو په لټه کښې دی، په وړومبي ګام کښې د یو ولایت لپاره نوی والي وټاکه.

د افغانستان د ځینو رسنیو او خبریالانو د نن اعلان له مخې، د سرِ پل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني عبد الله عبد الله له خوا د دغه ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د سرپل ولایت لپاره د نوې والي له ټاکل کیدو سره هم مهاله د عبد الله عبد الله سلګونه پلویان په ولایت مقام کښې راغونډ شول څو نوی والي خپل کار پیل کړي.

ټاکل شوې چې عبد الله عبد الله نن د جوزجان او پنجشیر ولایتونو لپاره هم خپل نوي والیان معرفي کړي. د افغانستان ولسمشر په دې هکله تراوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.