ولسمشر غني د کابل ننۍ حمله وغندله
Mar 06, 2020 10:00 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرايي مشر عبد الله عبد الله د شهید مزاري د تلین په دستورو باندې ترهګر برید وغنده
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد په پلازمینې کابل کښې د وحدت اسلامي ګوند د بنسټګر شهید عبد العلي مزاري د تلین په مراسمو باندې حمله په کلکه وغندله.
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل چې ولسمشر غني په کابل کښې د شهید عبد العلي مزاري د تلین او درنښت په دستورو باندې حمله غندلې او هغه یې د بشريت خلاف جنایت وباله.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبد اللہ عبد اللہ هم دغه حمله وغندله.
له بلې خوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شهید مزاري د تلین په مراسمو باندې حمله رد کړې ده.
ټیګونه