افغانستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته زيات شو
Mar 18, 2020 07:29 Asia/Kabul
د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کښې په کورونا وایرسو د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته زيات شوے دے.
د افغانستان د ورغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په هرات، بادغیس او لوګر ولایتونو کښې د کورونا پنځه نوي پيښې ثبت شوې دي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا (کووید-۱۹) د مثبتو پيښو شمیر ۲۱ تنو ته ورسید چې له دغو څخه ۱۲ پيښې یې په هرات، ۳ په سمنګان، ۲ په لوګر او پاتې نور مثبت موارد یي په بلخ، بادغیس، کاپيسا او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوي دي.
په ولایتونو کې تر اوسه پورې د کرونا ۲۶۳ مشکوکې پيښې ثبت شوي وې چې له دې ډلې ۲۱ یې مثبت او ۲۴۲ یې منفې وې.