ننګرهار کښی د کورونا وايرس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوې دي
(last modified Tue, 24 Mar 2020 11:10:09 GMT )
Mar 24, 2020 15:40 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښی د کورونا وايرس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوې دي

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني په یوه خبري ناسته کښې وویل له ننګرهار د پنځوشکمنو کسانو د وینو نمونې د عامی روغتیا وزارت لابراتوار ته واستول شوې وې چې د څلورو هغو پایله منفي او یوه نمونه لا هم په لابراتوار کې تر څیړنې لاندی ده د عامی روغتیا رئیس وویل دغه شکمن کسان د هرات ولایت څخه جلال اباد ته راغلي وو.

  ډاکتر نصیر احمد دراني وویل دا مهال په جلال اباد کښې د کورونا وایرسو ناروغان د درملنی لپاره د سلو بسترو یو روغتون چمتو شوے خو د هغه په وینا  دغه شکمني نمونې د ننګرهار په څير یو ولایت ته چې له ګاونډی هیواد پاکستان او څلورو ولایتونو سره پرانستی لارې لري او سربیره پردې پکی خواوشاه څلور ملیونه وګړي استوګن دي سور څراغ دے او اوس په پام کې ده چې د دغه روغتون وړتیا درې سوه بسترو ته لوړ کړل شي په افغانستان کې دا مهال خواوشاه پنځوس د کرونا وایرس مثبتی پیښې ثبت شوې چې ډیرې یې دافغانستان په لویدیز ولایت هرات کې دي.

 

ټیګونه