په ګډه ناسته کې اشرف غني زمونږ غوښتنې ونه منلې
جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دیے او د هغي توافقنامې خلاف چاره، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د ګټونکي مدعي عبدالله عبدالله د دفتر ویاند وايي، د تېرو ورځو ناستو کې اشرف غني زموږ غوښتنې ونه منلې، نو ځکه ناستې بې نتيجې ختمې شوې.
د عبدالله عبدالله د دفتر ویاند «قهار عابد» وويل« ګډه غونډه وشوه او پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د سیاسي جوړښت تغییر چې زموږ لهخوا مطرح شو، د اشرف غني لهخوا ونهمنل شو، ځکه نو غونډه بېنتیجې پای ته ورسېده.»
که څه هم د عبدالله د دفتر ویاند هغه غوښتنې نه دي مطرح کړې، چې عبدالله له غني کړې، خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د دوی دواړو له ناستو ناهیلی او ناکامه لاړ.
ورپسې یې د یوې اعلامیې له لارې جوړجاړي ته د عبدالله او غني نه رسېدل کلک وغندل، یو میلیارد ډالر مرسته یې بیرته وګرځوله او په راتلونکې یې د نورو مرستو د ګرځولو ګواښ هم وکړ.
د پمپیو له قوله، جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دیے او د هغي توافقنامې خلاف چاره، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه.