په ګډه ناسته کې اشرف غني زمونږ غوښتنې ونه منلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88852-په_ګډه_ناسته_کې_اشرف_غني_زمونږ_غوښتنې_ونه_منلې
جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دیے او د هغي توافقنامې خلاف چاره، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2020 13:01 Asia/Kabul
  •   په ګډه ناسته کې اشرف غني زمونږ غوښتنې ونه منلې

جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دیے او د هغي توافقنامې خلاف چاره، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،دافغانستان د  ولسمشرۍ دانتخاباتو د ګټونکي مدعي  عبدالله عبدالله د دفتر ویاند وايي، د تېرو ورځو ناستو  کې اشرف غني زموږ غوښتنې ونه منلې، نو ځکه ناستې بې نتيجې ختمې شوې.

د عبدالله عبدالله د دفتر ویاند «قهار عابد» وويل« ګډه غونډه وشوه او پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د سیاسي جوړښت تغییر چې زموږ له‌خوا مطرح شو، د اشرف غني له‌خوا ونه‌منل شو، ځکه نو غونډه بې‌نتیجې پای ته ورسېده.»

Image Caption

 

که څه هم د عبدالله د دفتر ویاند هغه غوښتنې نه دي مطرح کړې، چې عبدالله له غني کړې، خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د دوی دواړو له ناستو ناهیلی او ناکامه لاړ.

ورپسې یې د یوې اعلامیې له لارې جوړجاړي ته د عبدالله او غني نه رسېدل کلک وغندل، یو میلیارد ډالر مرسته یې بیرته وګرځوله او په راتلونکې یې د نورو مرستو د ګرځولو ګواښ هم وکړ.

د پمپیو له قوله، جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دیے او د هغي توافقنامې خلاف چاره، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه.