د زندانيانو د انتقال لپاره د طالبانو تخنيکي ټيم کابل ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89009-د_زندانيانو_د_انتقال_لپاره_د_طالبانو_تخنيکي_ټيم_کابل_ته_ورسېد
د طالب زندانيانو د خلاصون لپاره د طالبانو يو درې کسيز پلاوے نن کابل ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2020 13:16 Asia/Kabul
  • د زندانيانو د انتقال لپاره د طالبانو تخنيکي ټيم کابل ته ورسېد

د طالب زندانيانو د خلاصون لپاره د طالبانو يو درې کسيز پلاوے نن کابل ته ورسېد.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه درې کسيز ټيم به د بنديانو د خلاصون د بهیر څارنه کوي او په تخنيکي برخه کې به د اړتيا وړ اقدامات ترسره کوي.

طالبانو د دې درې کسيز پلاوي نومونه نه دي په ډاګه کړي.

بايد وويل شي چې دا پلاوی تر دې وړاندې پنځلس کسيز اعلان شوی و خو اوس درې کسيز پلاوی کابل ته تللی دی.

که څه هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د موافقه لیک له مخې د پنځه زره طالب زندانيانو او زر تنه دولتي عسکرو د خلاصون نېټه د کب د میاشتې شلمه نېټه ټاکل شوې وه خو له هغې نېټې اوس نږدې يوه مياشت تيريږی.

د دغو زندانيانو د خلاصون لپاره طالبانو، امريکي او حکومت درې ځلې د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې او مشورې کړي دي.

تر اوسه دولتي مسؤلينو کابل ته د طالب پلاوي د راتګ په اړه څه نه دي ويلي.