افغانستان کښې د کورونا وبا پېښې تقريباً «۳۰۰» ته ورسېدې
(last modified Sat, 04 Apr 2020 07:05:00 GMT )
Apr 04, 2020 11:35 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د کورونا وبا پېښې تقريباً «۳۰۰» ته ورسېدې

هرات د کرونا وبا له کبله د افغانستان د زیاتو ځپل شویو ولایتونو څخه دے.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وائي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کښې د هېواد په بېلا بېلو برخو کښې ۲۵ نوې مثبتې پېښې رپوټ شوې چې ورسره ټولې پېښې ۲۹۹ ته ورسېدې.

روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار زیاتوي، له ۸۵ مشکوکو پېښو کومې چې د کابل په مرکزي لېبارټرۍ کښې وازمویل شوې، ۱۸ یې په کابل، سمنګان، بلخ، کندز، فاریاب او لوګر کې ثبت شوي دي.

له دې وړاندې د پرون د جمعې په ورځ ۷ نورې پيښې هم ثبت شوې وې، چې ۵ له هرات، یوه غور او یوه له نیمروز ولایتونو څخه رپوټ شوي دي.

افغانستان کښې تر ټولو زیاتې پيښې په هرات کښې ثبتې شوي چې شمېره یې له ۲۰۰ پورته شوې ده ، همدغه رنګ په کابل کښې ۳۵، فراه او نیمرزو کې ۶-۶ پيښې ثبت شوي دي.

د احصائیو له مخې د کرونا ناروغۍ له کبله افغانستان کښې اوسمهال شپږ کسان مړه شوي او ۱۰ بیرته روغ شوي دي.

په نړۍ کښې د کرونا وبا له کبله د قربانیانو شمېر ۶۰زرو ته رسیدلی په داسې حال کښې چې د ټولو اخته کسانو شمېر یو ملیون ۹۹زرو ته رسیدلی دے.دغه وبا د نړۍ له ۲۰۰ زیاتو هېوادونو کې خپره شوې چې له مخې یې امریکا، ایټالیا، اسپانیا او چین زیات ځپل شوي هېوادونه دي.

افغانستان کې د کرونا وروستۍ شمېرې:

 

ټیګونه