په افغانستان کې دې هراړخیز حکومت جوړ شي
په دغه پلان کې راغلي دي ، ولسمشر باید د وزارتونو څلویښت في صدي برخه ولري ،البته لومړی وزیر دې ددغو وزارتونو شپیته فی صدي برخه ولري .
تسنیم خبری آ ژانس راپورورکړ،عبدا...عبدا... چې ځان د افغانستان ولسمشر ګڼي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،که په دغه هیواد کې د غږمله یا ملی حکومت پلان ونه منل شي،نو خپله کابینه به معرفي کړي .
ډاکټر عبدا...عبدا...چې دافغانستان د سیاسی مخه ورو شخصیتونو په غوښتنې پسې ئې یوه سیاسی تفاهم ته درسیدو لپاره د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د خبرواترو نیټه تمدید کړې وه،نن خبرداری ورکړی،که د هراړخیز حکومت پلان ونه منل شي ، نو سبا شنبې ورځې به د هراړخیز حکومت فرمان صادر کړي .
د عبدا.. عبدا... په مشرۍ د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې د ټيم یوه مسئول مقام فضل احمد معنوي هم وئيلي ، تر دې دمه له اشرف غني سره په خبرواترو کې هیڅ ډول موافقه یا پرمختګ نه دی شوی او دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګار کوي . .
هغه زیاته کړې کودتا او درغلي په ماتې محکوم دي ، قدرت او اعتبار له ولس لره دي او انحصار ، یو اړخیزتوب او تمرکز به پاي ته ورسیږي .
دا نتخاباتو د دوو مخکښو لورو د ډله ایز حکومت د جوړولو لپاره د عبدا... عبدا... دپلان په اساس ، باید هراړخیز حکومت جوړ شي او یو ټیم دې د افغانستان په راتلونکي سیاسی جوړښت کې د ولسمشر په توګه او بل ټیم دې هم د لومړي وزیر په توګه کار وکړي . په دغه پلان کې چې رسندویو هم خپورکړی دی،راغلي دي ، ولسمشر باید د وزارتونو څلویښت في صدي برخه ولري ،البته لومړی وزیر دې ددغو وزارتونو شپیته فی صدي برخه ولري .
له دې مخکې اشرف غني هم د سیاسی خبرواترو لپاره د سمې فضا د رامینځةکولو لپاره د حکومتي کابینې او د چارواکو د ټاکلو بهیر درولی ؤ .