اشرف غني او عبدالله عبدالله موافقې ته نږدې شوي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یوه (۱) نږدې شخصیت شجاع محمد ایمل ټینګار وکړ اشرف غني او عبدالله عبدالله تفاهم ته نږدې شوي او خلک به زر د اختلافاتو د هواري کتونکي ووسي .
هغه پرون له اوا خبري اژانس سره په مرکه کښې د اشرف غني په مشرۍ د حکومت د جوړونې د ټیم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او د همپالنې د ټیم د پلویانو ترمینځ د اختلافاتو د حل لپاره د حامد کرزي ، د عبدرب رسول سیاف ، د یونس قانوني او د کریم خلیلي په شان د افغانستان د سیاسي شخصیتونو هڅې هیله ورکونکي وبللې .
اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه ځانونه د افغانستان ولسمشران ګڼي .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شجاع محمد ایمل زیاته کړه تراوسه د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ د اختلافاتو د حل کولو لپاره هڅې ناکامه وې خو د سیاسي مشرانو مینځګړیتوب دواړه خواوې تفاهم ته نږدې کړي دي او د هیواد خلک به زر د دواړو لورو ترمینځ د اختلافاتو د حل لپاره ښه خبرونه واوري .
د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم هم وايي هڅه مو وکړه چې په اوسنیو شرایطو کښې مشکلات د خبرو اترو له لارې حل کړو خو تراوسه کومې نتیجې ته نه یوو رسیدلي .
هغه وویل اشرف غني د دې پرځاې چې نرمښت وښيي په غیر قانوني اقداماتو سره کړکیچ نور پسې زیات کړی او هره ورځ د خبرو اترو لپاره محدودیتونه رامینځته کوي .