په افغانستان سیاسی ترینګلتیاوې دختمیدا تر درشله رسیدلي دي
امید میثم ددغه ټیم په مشرانو کې د اختلافاتو د رامینځةکیدا په باب د ګونګوسو په ردولو سره ټينګار کړی ، عبدا...عبدا... خپلو سیاسی متحدانو سره په افغانستان کې دسیاسی بندون دختمولو لپاره د یوه پلان په باب جلاجلا خبرې اترې کړي دي .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا د مشر ویندوي امید میثم پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د عبدا....عبدا... په مشرۍ د همپالنې او ثبات د ټیم دسیاسی ملاتړ ترمینځ هیڅ اختلافات نشته او دمشارکتي حکومت پلان تر راتلونکو څو ورځو کې نهائي کیږي .
هغه وئيلي دي ، دهمپالنې او ثبات د ټیم درهبرۍ غړي دمشارکتي حکومت دجوړونې په پلان کار کوي او دا پلان به تر راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي .
امید میثم ددغه ټیم په مشرانو کې د اختلافاتو د رامینځةکیدا په باب د ګونګوسو په ردولو سره ټينګار کړی ، عبدا...عبدا... خپلو سیاسی متحدانو سره په افغانستان کې دسیاسی بندون دختمولو لپاره د یوه پلان په باب جلاجلا خبرې اترې کړي دي .
هغه وئیلی دي ، دافغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو نتیجې ، د سولې عالي شورا او د کابینې دجوړولو څرنګوالی هغه موضوعګانې دي ، چې د عبدا...عبدا..او متحدو سیاسی لورو په غونډو کې پرې بحثونه او مشورې روانې دي .
د افغانستان د ملی پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني هم په دې باب وئیلي دي ، داجرائي شورا د مشرۍ په ځاي په ورپسې حکومت کې د مصالحې ریاست څوکۍ په نظر کې نیول شوي ده .