افغانستان کښې د توافقي حکومت طرحه فاینل کیدونکې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89518-افغانستان_کښې_د_توافقي_حکومت_طرحه_فاینل_کیدونکې_ده
د افغانستان د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند پرون وویل: عبد الله عبد الله تر راتلونکو دوو ورځو پورې د توافقي حکومت طرحه فاینل کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2020 03:15 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د توافقي حکومت طرحه فاینل کیدونکې ده

د افغانستان د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند پرون وویل: عبد الله عبد الله تر راتلونکو دوو ورځو پورې د توافقي حکومت طرحه فاینل کوي.

د افغانستان طلوع نیوز خبري چینل خبر ورکړې چې د عبد الله عبد الله ویاند امید میثم پرون وویل: ټاکل شوې چې دغه طرحه له نهايي کیدو وروسته ارګ ته ولیږله شي څو په افغانستان کښې سیاسي بندون پاې ته ورسیږي.

د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند هم داشان د عبد الله عبد الله له خوا د تیر کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه یو ځل بیا د ولسمشریزو انتخاباتو  د پایلو ردیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: هغه به د توافقي حکومت په طرحه کښې یو مهم رول ولوبوي.

په عین حال کښې د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم وویل: د اشرف غني او عبد الله عبد الله ترمینځ سیاسي کشالې به ډیر زر ختمې شي ځکه چې په دې لړ کښې پوره پرمختګ شوی دی.

ویل کیږي چې عبد الله عبد الله د توافقي حکومت په طرحه کښې د صلحې د عالي شورا د مشرۍ، د نیمايي کابینې د غوره کولو او په کومو ولایتونو کښې یې چې ډیرې راې ګټلې دي په هغو کښې د والیانو د ټاکلو د صلاحیت غوښتونکې دی.