د اشرف غني او عبدالله ترمینځ سیاسي تړون لاسلیک شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90139-د_اشرف_غني_او_عبدالله_ترمینځ_سیاسي_تړون_لاسلیک_شو
په دې هوکړه کښې د یوې بلې شورا جوړیدو فیصله هم شوې چې په کښې به سیاسیون برخه ولري. او حکومت ته به مشورې ورکوي، د ویلو ده چې دا لومړی هوکړه ده چې په خپله د افغانانو لخوا او د افغان سیاسیونو په هلو ځلو ترسره کېږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2020 12:22 Asia/Kabul
  • د اشرف غني او عبدالله ترمینځ  سیاسي تړون لاسلیک شو

په دې هوکړه کښې د یوې بلې شورا جوړیدو فیصله هم شوې چې په کښې به سیاسیون برخه ولري. او حکومت ته به مشورې ورکوي، د ویلو ده چې دا لومړی هوکړه ده چې په خپله د افغانانو لخوا او د افغان سیاسیونو په هلو ځلو ترسره کېږی.

زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان په جمهوري ریاست کې د نن د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمینځ  سیاسي تړون لاسلیک شو.

اټکل کیدو چې په سترو مراسمو کښې دغه هوکړه ترسره شي، خو اوس ارګ وایي چې په دې کښې یواځې لس پنځلس کسان ناست وو، د دغې روغې اصلي ټکې د سولې د اصلی شورا لپاره د ډاکټر عبدالله نومول، په یو فرمان کښې د ملي جنبش مشر دوستم ته د مارشال  د مقام ورکول او په راتلونکې دولت کښې د ثبات او همپالنې ټیم ته د برخې ورکول شامل دي

Image Caption