نامعلومو وسله والو د کاپیسا ولایت د ټریفک مشر ووژه
-
سمونیار سید منیر سادات
د کاپیسا امنیتي مسئولین د ناپيژاندو وسله والو په برید کې د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د ترافیکو ریاست د آمر سید منیر سادات د وژلو خبر ورکوي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش وايي، دا پېښه نن سهار د ولایت په مرکز سیدخان کلا سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې دندې ته پر لاره د ترافیکو د چارو د تنظیم آمر سمونیار سید منیر سادات د ناپيژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی.
نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې ښاغلی سادات ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
د شورش په خبره بریدګر په موټر سایکل سپاره وو؛ خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي، چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.
په ورته مهال د سیدخان کلا یو شمېر اوسېدونکو د ولایت په مرکز کې په لاریون لاس پورې کړی او حکومت نه غوښتنه کوي، چې په کاپیسا ولایت کې په زیاتېدونکې توګه د هدفي وژنو مخه ونیسي.