عبدالله عبدالله د طالبانو د وړاندیز هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91880-عبدالله_عبدالله_د_طالبانو_د_وړاندیز_هرکلی_وکړ
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د طالبانو ډلې د اوربند د وړاندیز هرکلی وکړ او هغه یې د افغانانو ترمینځ د سولې د خبرو اترو د پیلیدا په لړ کښې یو(۱) ګام وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2020 00:39 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله د طالبانو د وړاندیز هرکلی وکړ

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د طالبانو ډلې د اوربند د وړاندیز هرکلی وکړ او هغه یې د افغانانو ترمینځ د سولې د خبرو اترو د پیلیدا په لړ کښې یو(۱) ګام وباله .

عبدالله عبدالله پرون د لوی اختر په مناسبت مبارکۍ سره وویل له بل هر وخت څخه زیات د بین الافغاني خبرو اترو وخت نږدی شوی دی او د بین الافغاني تاریخي خبرو اترو په درشل کښې د طالبانو لخوا د  اوربند وړاندیز د ښه نیت او د اعتماد جوړونې لپاره مهم ګام ګڼل کیږي .

د افغانستان دغه لوړرتبه چارواکي دغه راز د طالبانو او د حکومتي بندیانو خوشي کیدل د سولې په بهیر کښې مهم  پرمختګ وباله او ویې ویل د دغه بهیر په بشپړیدا سره نور د خبرو ترو د پیلیدا لپاره کومه پلمه نه پاتې کیږي .

په قطر کښې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم وویل ټاکل شوي ده چې د دغه ډلې لخوا د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړه شي او د حکومت ټول زر(۱۰۰۰) بندیان خوشي شي .