افغانستان ته د ايران صادراتي برېښنا پرې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91988-افغانستان_ته_د_ايران_صادراتي_برېښنا_پرې_شوه
د افغانستان په هرات کښې د برېښنا په انتقالي کرښو د هاوني حملې له کبله دغه هېواد ته د ايران صادراتي برېښنا پرې شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 09:44 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ايران صادراتي برېښنا پرې شوه

د افغانستان په هرات کښې د برېښنا په انتقالي کرښو د هاوني حملې له کبله دغه هېواد ته د ايران صادراتي برېښنا پرې شوه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په هرات ولايت کښې د افغانستان د برېښنا د وېشلو حکومتي شرکت نن وويل: د ايران د برېښنا انتقالي کرښې د هرات ولايت په کهسان ولسوالۍ کښې د هاوني ګولۍ د لګېدو له کبله پرې شوې دي.

د دې خبر لا زيات تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.

د افغانستان پينځه اويا د استفادې وړ برېښنا له ايران، تاجېکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه وارديږي او په مجموعي توګه د دغه هېواد شپېته فيصده خلق د برېښنا انرجۍ ته لاسرسائي نه لري.