عبد الله عبد الله:
له طالبانو سره خبرې دې سمدستي پیل شي
Aug 25, 2020 03:35 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشره له طالب ډلې سره د حکومت د خبرواترو د سمدستي پیلیدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشره له طالب ډلې سره د حکومت د خبرواترو د سمدستي پیلیدو غوښتنه وکړه.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عبد ا... عبد ا... پرون وویل: د افغانستان د حکومت له خوا د طالب ډلې پاتې زندانیان باید زرترزره آزاد شي څو بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
هغه زیاغته کړه چې په افغانستان کښې د صلحې ټینګښت د دې هیواد د خلکو اصلي هدف دی.
د افغانستان حکومت په دې وروستیو کښې ویلي چې له طالبانو سره د هیواد د ملي امنیت د ادارې د پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ دولتي پلاوی له طالبانو سره خبرواترو ته بیخي تیار دی.
ټیګونه