افغانستان په کال کښې تقریباً د نیم میلیارډ ډالرو درمل واردوي
Sep 27, 2020 07:34 Asia/Kabul
د افغانستان حکومت هر کال له بهرنیو هیوادونو څخه کابو د نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل واردوي.
د افغانستان د روغتیا وزیر پرون په کابل کښې د درمل جوړونې د نړیوالې ورځې په مناسبت یولړ مراسمو کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې د دغه هیواد حکومت په کال کښې تقریبًا پنځه سوه میلیون ډالر د دارو او درملو په واردولو لګوي، وویل: د دومره اندازه دوایانو واردات د افغانستان اقتصاد ته تاوان رسوي.
د افغانستان د روغتیا وزیر د درملو کموالې او د هغو په بیې کښې د انډول نشتوالې د دغه وزارت لپاره مهمې ننګونې وبللې.
په افغانستان کښې د درملو کمښت په داسې حال کښې دی چې دغه هیواد له طالبانو او د داعش په شمول ځینو نورو ترهګرو ډلو سره په کورنیو نښتو او جنګونو کښې ښکیل دی.