طالبانو د ولسي پاڅون دوه ځواکونه ووژل
Oct 02, 2020 04:16 Asia/Kabul
د افغانستان په حکومت پورې د پیئلي ولسي پاڅون دوه ځواکونه د طالب ډلې په لاس ووژل شول.
د افغانستان په حکومت پورې د پیئلي ولسي پاڅون دوه ځواکونه د طالب ډلې په لاس ووژل شول.
په ختیځ ولایت پکتیا کښې امنیتي چارواکو پرون وویل چې د دغه ولایت په وزي زدران ولسوالۍ کښې د ولسي پاڅون د ځواکونو په مرکز باندې د طالب ډلې په حمله کښې دوه کسان مړه او شپږ نور زخمي شوي دي.
په عین حال کښې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د قندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کښې د قندهار-ارزګان د لوې لارې یوه برخه ورانه کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت په رپورټ کښې راغلي دي چې طالبانو تراوسه د هیواد زرګونه کیلومیټره سړکونه او لارې او زرګونه پلونه وران کړې دي.
ټیګونه