عبدالله عبدالله د امریکا د عسکرو وتلو ته غبرګون وښود
اناتولي خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله له خپل هیواد څخه د امریکا د ترهګرو عسکرو په کامل ډول د وتلو په هکله د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود .
عبدالله عبدالله وویل د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو پورې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څرګندونو شوکه شوی دی .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل د هیواد خلک باید په دې هکله د هرډول احتمال لپاره چمتو ووسي .
مخکې د افغانستان دفاع وزارت تر کریسمیس اختر پورې د امریکا د ترهګرو عسکرو په کامل ډول د ایستلو په هکله د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په هرکلي سره ویلي وو د افغانستان عسکر په خپلواکه توګه د خپلې خاورې د دفاع او د امنیت د ټینګولو جوګه دي .
په عین حال کښې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) پیغام کښې د راتلونکي میلادي په لومړیو کښې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو په هکله د ولسمشر ټرمپ د وینا هرکلی وکړ .
امریکا او د هغې ملګرو په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد برید وکړ خو له هغه وخت تراوسه پورې په هیواد کښې ناامنۍ ، ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو تولید بیخي زیات شوی دی او د هیواد خلک او حکومت د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کوي .