د امريکائي فوځيانو په وتلو د ټرمپ تاکيد او د نړيوال پوليس د رول خاتمه
(last modified Wed, 14 Oct 2020 12:24:16 GMT )
Oct 14, 2020 16:54 Asia/Kabul
  • د امريکائي فوځيانو په وتلو د ټرمپ تاکيد او د نړيوال پوليس د رول خاتمه

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل د نړۍ له مختلفو سيمو په تېره بيا د اېشيا له لويديځ څخه د امريکائي فوځيانو د ستنولو تاکيد کړے دے،

دا موضوع په ۲۰۱۶ کال کښې د ټرمپ يو ترټولواصلي محور ؤ، اوس هم هغه د پېنسيلوانيا ايالت په انتخاباتي غونډه کښې تاکيد وکړ، مونږ د اېشيا په لويديځه سيمه او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کښې د پوليس غونډې عمل کړے دے خو هغه دوران ختم شوے دے او اوس هر يو هېواد پکار دے خپلې ذمه وارۍ وپېژني.

ټرمپ په داسې حال کښې په تبليغاتي شو کښې له مختلفو سيمو څخه د د خپل هېواد د فوځيانو د ستنېدو خبره کوي چې د دغه هېواد د فوځيانو شتون کلونه اوشول د اېشيا د لويديځې سيمې د هېوادونو په شمول د نړۍ په زياترو هېوادونو کښې امنيت او قراري زيانمنه کړې ده.

د کويت په خلاف د عراق په جنګ کښې د امريکې په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو شتون د امريکې د ځان پوليس ګڼلو د سياست په قالب کښې د اېشيا د لويديځ په هېوادونو کښې د امريکې د فوځيانو د شتون څرګنده ابتداء وه، يو داسې سياست چې په ورپسې کلونو کښې يې د سيمې د بحرانونو په سختېدو سره پراخ اړخونه پېدا کړل. د ستمبر د يولسمې حملو  د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې د لا پراخه او جدي شتون زمينې برابرې کړې. په همدې دوران کښې د بوش د پالېسۍ په نامه  د ترهه ګرۍ په خلاف د جنګ پاليسي د جارج بوس لخوا مطرح شوه او د امريکې کانګرس د ستمبر د حملو د بانيانو، ملاتړو او پلانونکو په خلاف د جنګ مجوز د دغه هېواد ولسمشر ته ورکړ. له دغو حالاتو سره سره د امريکې فوځيانو له ترهه ګرۍ سره د جنګ په بهانه د سيمې په هېوادونو په خاصه توګه په عراق او افغانستان کښې پراخ شتون پېدا کړ. خو د دغو فوځيانو شتون نه يوازې د صلحې او قرارۍ له ټينګښت سره څه مرسته ونه کړه بلکه د دغو فوځيانو د جنايتونو او منفي کارکردګۍ په ډاګه کېدو د دغو بحرانونو لمن لا ارته کړه. خو امريکائي فوځيان نه يوازې په سيمه کښې پاتې شول بلکه خپله موجودګي يې لا پراخه کړه، لکه امريکائي فوځيان په وروستيو کلونو کښې د سوريې، يمن، سوماليه او لېبيا په شان مختلفو هېوادونو په بحران کښې شتون لري.

د دغو فوځيان شتون د دې سبب شو چې ښکېل هېوادونه د امريکايانو د دغه شتون او مداخلتونو لپاره درون تاوان ادا کړي، په دا ډول چې په دغو هېوادونو کښې د ويجاړيو او جنګ د ذمه وارۍ يوه برخه د امريکې له سياستونو سره مربوطيږي.

دا په داسې حال کښې دي چې دغو جنګونږو د امريکې لپاره هم څه کاميابي نه ده لرلې. د امريکې چاروکي چې په ذهن کښې د نړيوال پوليس د خوب ليدلو او فکر کولو لويده سودا لري نه يوازې يې د اېشيا د لويديځ په هېوادونوکښې جنګ او ويجاړۍ ته لمن ووهله بلکه د امريکې کورنۍ ټولنه يې هم کمزورې کړې ده.د خپرو شويو رپوټونو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهسې په افغانستان، عراق، سوريه او پاکستان کښې د امريکې د جنګ ټول لګښتونه تقريباً 6.4 ټريلين ډالر اټکل شوي دي. د دغه رقم په ستروالي کښې دا خبره کافي ده چې د امريکې د روان  2020 کال ټول بجټ 4.7 ټريلين ډالر ؤ.

د داسې سياستونو نتيجه حتی د امريکنيانو لپاره هم ويجاړونکې شوې ده، په دا ډول چې په وروستيو کلونو کښې په امريکه کښې د ګډوډيو، فقر، لوږې، بې روزګارۍ، د فرسوده زيربناو شتون او د نسلي تېريو د سختېدو زياتره برخه د دغو سياستونو د دوام د زياتو لګښتونو په وجه زياته شوې ده. دغه حالات د دې سبب شوي دي چې ټرمپ په ځلونو ځلونو د خپلو مخکښېنيو چارواکو په سياستونو باندې په نيوکې سرهد سوريې، عراق او سوماليې په شاان سيمو څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو خبر ورکړي خو په عمل کښې نه يوازې د ټرمپ وعدې پوره نه شوې بلکه د خطر له احساسېدو سره سم يې د امريکې فوځيانو زيات کړي دي، لکه د فارس خليج په سيمه کښې د تېر کال په بحران کښې هم يې امريکائي بېړۍ دغې سيمې ولېږلې.

د امريکې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه کم يوه مياشته پاتې ده او داسې ښکاري چې د امريکائي فوځيانو په وتلو او د نړيوال پوليس د رول په ختمولو باندې تاکيد به بيا هم د ټرمپ لخوا يو شعار او تبليغاتي مانوره وي، ځکه چې حتی که د امريکې ولسمشر هم په داسې يو سياست باور ولري نو د دغه هېواد واکمن قوت داسې سياست نه شي زغملے.

-----

 

ټیګونه