په کابل پوهنتون دحملې پلانونکی هلاک او بل هم نیول شوی دی
په افغانستان کې نښتې او اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ دسولې په موافقې پسې او دغه راز د سولې په اړه د بین الافغاني خبرواترو دپیلیدا هیلې نوره پیکه شوي
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امر ا... صالح نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د کابل پوهنتون باندې یرغل کونکی یو جنایتکار احمد چې له جنایته وروسته پکتیا ولایت ته تللی او تر تعقیب لاندې ؤ ، له افغان امنیتی مامورانو سره په نښتې کې هلاک شوی دی او دغه راز ددغې حملې دریم پلانونکی هم نیول شکی دی .
د افغانستان امنیتی ځواک څو ورځې مخکې د کابل په پوهنتون د ترهه ګرې حملې اصلي پلانونکی عادل نیولی ؤ .
دوه اونۍ مخکې په کابل پوهنتون په ترهه ګرې حملې کې کابو څلورویشت بې ګناه کسان چې زیاتره ئې محصیلین وو ، وژل شوي او څلویښت نور هم ټپیان شوي وو .
په افغانستان کې نښتې او اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ دسولې په موافقې پسې او دغه راز د سولې په اړه د بین الافغاني خبرواترو دپیلیدا هیلې نوره پیکه شوي او د افغانستان د جنګ ښکیل لوري ددې په ځاي چې د افغانانو ژوند ورته اهمیّت ولري ، له یوه بله د امتیاز په اخستو پسې د بې ګناه افغانانو وینه تویوي .