د افغانستان دسولې دخبرواترو د بندون د ختمیدا په باب ګمانونه
اصلي اختلاف له هغه ځایه پیل شوی چې طالبانو له امریکا سره ددغې ډلې د سلوې د موافقې په اساس ګرځولو چې څومیاشتوې مخکې په دوحې کې لاس لیک شوي،ټينګار درلودل پیل کړل . خو د افغانستان د اسلامی جمهوریت پلاوي دا ونه منله . په همدې دلیل په تیرو وروستیو څو اونیو کې خبرې اترې بندون ته وکاږل شوې او د دواړو پلاؤ او د تماس ټیمونو لیده کاته ودریدل .
افغان سرچینو د قطر په دوحې کې د بین الافغاني خبرواترو کې د بندون د ختمیدا خبر ورکړی دی .د افغانستان طلوع نیوز خبری چینل پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،چې د دوحې د سولې په خبرواترو کې بندون ختم شوی دی او د افغان حکومت او طالبانو ډلې مرکچي ټيمونه موافقې ته رسیدلي دي .
ددواړو مرکچي ټيمونو غړو،که څه هم د شوي موافقې په باب په رسمي توګه څه نه دي وئيلي،خو یو شمیر افغان چارواکو او د ګوندونو او ډلو ټپلو یو شمیر مشرانو په دې اړه غبرګونونه درلودلي دي .
دافغانستان د سولې د خبرو اترو دبندون دختمیدا په باب دمطرح شوو ګمانونو په باب څو ټکو ته اشاره کیدلی شي .
لومړی ټکی ئې دا چې دقطر په دوحې د افغانستان د سولې خبرې اترې د تیرې وږي د میاشتې په ۲۲نیټه پیل شوي دي،خو د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ددغو خبرواترو له دوو میاشتو په تیریدا سره تر دې دمه دغه خبرې اترې د خبرواترو دلارې دنقشې په باب ددواړو لورو د نظرونو د ځينو اختلافاتو په دلیل بې نتیجې دی .په بله وینا، اصلي اختلاف له هغه ځایه پیل شو چې طالبانو له امریکا سره ددغې ډلې د سلوې د موافقې په اساس ګرځولو چې څومیاشتوې مخکې په دوحې کې لاس لیک شوي،ټينګار درلودل پیل کړل . خو د افغانستان د اسلامی جمهوریت پلاوي دا ونه منله . په همدې دلیل په تیرو وروستیو څو اونیو کې خبرې اترې بندون ته وکاږل شوې او د دواړو پلاؤ او دتماس ټیمونو لیده کاته ودریدل .
دوهم ټکی دا چې ، د خبرواترو د بهیر په اوږدیدو او د لورو ترمینځ د موافقې په نه کیدو پسې ، په افغانستان کې تاؤتریخوالي او وژلې زیاتې شوې . دم ګړۍ وئیل کیږي ، د افغانستان په ۲۴ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ جنګ لازیات شوی او دغه راز د دواړو لورو حتی د عامو خلکو مرګ ژوبلې ډيرې زیاتې شوي دي .د افغانستان حکومت او حتی امریکائي چارواکو طالبان له امریکا سره ددغې ډلې په موافقې کې د شوو ژمنتیاؤ په نه رعایتولو تورن کړل . پر دې سربیره ، دافغانستان حکومت په همداوروستیو کې له ملګروملتو غوښتي چې دطالبانو ډله دې هماغه شان د ترهه ګرو ډلو په لیست کې وساتي .
دریم ټکی دا چې د افغانستان ځینو خبری سرچینو پرون دا تائيد کړې ده د قطر په دوحې کې د افغانستان د سولې په خبرواترو کې رامینځةشوی بندون ختم شوی دی او د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو ډلې مرکچي ټیمونه موافقې ته رسیدلي البته رسما ئې په دې باب څه نه دي وئيلي ، خو ځینو ځاي رسندویو په وینا ،مرکچي ټيمونه سره پخلاشوي دي ، چې د امریکا او طالبانو موافقه ، ، دافغانستان د سولې په وړانډې د دملګروملتو دریځونه ، د مرکچي ټيمونو ژمنتیا او د افغانستان د ولس اراده ، د سولې دخبرواترو اساس وګرځوي . په دې مینځومیان کې وئیل شوي ، د افغانستان د حکومت د مرکچي ټيم مشر معصوم ستانکزئ او د اشرف غني سلاکار سلام رحیمي په یوه نه اعلان شوي سفر کې په کابل کې دي څو په دوحې کې د پلاؤ ترمینځ له شوي موافقې څخه د اشرف غني ملاتړ ترلاسه کړي . او بله خبره دا چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم قطر ته تللی دی .
دپاکستان لومړي وزیر عمران خان هم تیره پنجشنبې ورځې کابل ته سفر کړی او ددغه سفر دخبرواترو اصلی چورلیز هم د افغانستتان د سولې موضوع وه . او د افغانستان د سولې له بهیر ئې د پاکستان دبشپړ ملاتړ خبره هم کړې ده .
په هر حال که د افغانستان د سولې په خبرواترو کې بندون ختم شوي وي ، نو دغه موافقه کابل ته دپاکستان د لومړي وزیر سفر او قطر ته د امریکا دخارجه وزیر د سفر په یووخت والي سره ترلاسه شوې ده .
هغه ټکي چې اشاره ورته شوي باید ووئیل شي ، چې د افغانستان د ملی امنیت د ادارې پخواني مشر رحمت ا.. نبیل هم په همداوروستیو کې وئيلی دي ، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تماس ډلې د سولې د خبرواترو د چوکاټ په توګه د یوې نولس ماده ایزې ایجنډا په سر سره پخلاشوي دي .ډیری شناندي او کارپوهان وائي داسې بریښي لکه چې د افغانستان حکومت د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ شوي موافقه د روان بهیر اساس ګرځولی وي.
د ډيری شناندوا وکار پوهانو له نظره ، دخبرواترو په اوږدو کې دطالبانو ډلې نه نرمیدونکي دریځونه ، د دوحې دخبرواترو د ناکامۍ یو دلیل دی . په بله وینا،د دوحې په خبرو اترو کې د طالبانو یو اړخیز او ځان منامه نظر لامل شوی څو مرکچي لوري دخبرواترو د نقشې د لارې په سر تفاهم ته ونه رسیدل شي . البته د افغانستان د سولې خبرواترو ته د ډونالډټرمپ د حکومت آوزاري نظر هم د افغانستان د سولې د خبرواترو د ناکامۍ یو بل دلیل ګڼل کیدلی شي .