اشرف غني:
افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره سیمه ایزه اجماع پکار ده
د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د پیاوړې سیمه ایزې اجماع په رامینځته کیدو ټینګار وکړ.
محمد اشرف غني پرون د جنیوا د غونډې په پیل کښې په افغانستان کښې د پایدارې صلحې د ټینګښت لپاره پياوړې سیمه ایزه اجماع ضروري وبلله.
د افغانستان دغه جګ پوړي چارواکي زیاته کړه چې په هیواد کښې یې روان تشدد او تاوتریخوالې د زغملو وړ نه دی.
افغان ولسمشر هم داشان د نړۍ له هیوادونو او نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د سیاسي صلحې او ثبات د ضمانت او د ترهګرو ډلو د ګواښونو د ختمولو لپاره د کابل د حکومت مرسته او ملګرتیا وکړي.
په دغې غونډې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د اشرف غني د حکومت اصلي وړومبیتوب په هیواد کښې د تاوتریخوالي ختمول او پایدارې صلحې ته رسیدل دي.
حنیف اتمر زیاته کړه چې افغان حکومت بې له هیڅ ډول موافقې، زرګونه طالب بندیان خوشې کړل خو تاوتریخوالي ورځ تر بلې په زیاتیدو دي.
په دغې نړیوالې غونډې کښ چې دوه ورځې به جاري وي، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د اویا هیوادونو او د دیرشو نړیوالو سازمانونو استازي په آنلاین توګه ګډون کوي او مشري یې د افغانستان د حکومت، ملګري ملتونه او فنلینډ هیواد په غاړه لري.
د دې غونډې اصلي موخه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نویو مالي ژمنو اعلانول دي.