نړیواله ټولنه په افغانستان کې له فساد سره دمبارزې خنډ کیږي
د افغانستان د ولسمشر مرستیال روښانه کړې ده ، له فساد سره دمبارزې لپاره سیاسی اجماع ته ضرورت دی ، چې نشته ، ځکه هر ځل نړیواله ټولنه خبرداری ورکوي،چې د فساد د جرړو وچولو په ځاي دې سیاسی اقدام وکړي.
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر ا... صالح په افغانستان کې د ادارې فساد په باب په جینوا کنفرانس کې وئیلي دي ،چې ددغه هیواد حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره جدي اراده لري ، خو نړیواله ټولنه له دغې ښکارندې اوبلا سره د مبارزې لپاره د پریکنده اقدام مخه نیسي .
د افغانستان د ولسمشر مرستیال روښانه کړې ده ، له فساد سره دمبارزې لپاره سیاسی اجماع ته ضرورت دی ، چې دم ګړۍ نشته ، ځکه هر ځل نړیواله ټولنه خبرداری ورکوي،چې د فساد د جرړو وچولو په ځاي دې سیاسی اقدام وکړي.
امرا... صالح دې ته په اشارې سره چې ځیني ترټولو فساد ګر کسان د سیاسی اقدام په نامې سره د افغانستان پر حکومت تپل کیږي ، او هم په پراخ فساد ددغه هیواد دپارلیمان د غړو په تورنولو سره ئې هم وئيلي دي ، تر دې دمه هیڅ یوه پارلیماني غړي په فساد کې د لاس درلودلو لګښت نه دی ورکړی او باید د عدالت د تامینیدا لپاهر د دوي خوندیتوب ختم شي .
د افغانستان د ولسمشر مرستیال په دې خبرې په ټينګار سره چې د پارلیمان د ځينو مشخصو غړو فساد ډير لوي دی وئيلي دي ، له بده مرغه ، افغانستان نه دی توانیدلی د پارلیمان هیڅ یو غړی عدالت ته وکاږي ، خو وزیران، جنرالان ، مشران او حتی لوړپوړي سیاستوالان دفساد په خاطر محکوم شوي دي .