د افغانستان د حکومت او پارلمان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی
(last modified Thu, 26 Nov 2020 00:33:11 GMT )
Nov 26, 2020 05:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت او پارلمان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د حکومت او د پارلمان ترمنځ تاوتریخوالی د کابینې د وړاندیزي وزیرانو په پروګرامونو باندې د غور د بهیر د بندیدا سبب شو .

د افغانستان د حکومت او د پارلمان ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته د پارلمان استازیو د کابینې د وړاندیزي وزیرانو په پروګرامونو د غور د بهیر دوام بند کړ .

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا د کابو څوارلسو (۱۴) میاشتو له تیریدا وروسته ولسمشر اشرف غني د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته د کابینې څلرویشت(۲۴) غړي معرفي کړل .

که څه هم د افغانستان ولسي جرګې په لومړي پړاو کښې په کابل ښار باندې له راکټي حملو سره په یوخت د کورنیو چارو د وزیر په شمول د کابینې لسو(۱۰) وړاندیزي وزیرانو ته د باور رایې ورکړې خو د ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح څرګندونې د حکومت او د پارلمان ترمنځ په اړیکو کښې  د تاوتریخوالي د رامینځته کیدا سبب شوي دي .

امر الله صالح په جنیوا کښې وویل د افغانستان د پارلمان یوشمیر غړي په مالي فساد تورن دی او د اشرف غني حکومت تراوسه نه دی توانیدلی د هغوې په فساد غور وکړي  او د عدالت د تامینیدا لپاره د استازیو پارلماني خوندي توب باید لغو شي .

 

ټیګونه