Jan 07, 2021 13:23 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د وتلو یا پاته کېدو فیصله تر راتلونکې میاشتې پوري وکړو

ناټو سرمنشي وایي روان میلادي کال کې به په افغانستان کې د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي دي چې ۲۰۲۱میلادي کال به د ناټو لپاره سخت کال وي او ښايي دوی له ګڼو ننګونو سره مخامخ شي.

هغه ویلي چي تر ټولو ستره ننګونه د افغانستان په اړه پرېکړه کول دي. ینس سټولټنبرګ زیاتوي: راتلونکې میاشت د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه به وشي او په هغه کې به پرېکړه کېږي چې سرتېري یې په افغانستان کې پاته شي او که ووځي.

دده په خبره که سرتېري وځي نو دا خطر باید ومنو چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو پر ځاله بدلېږي او که حضور ته ادامه ورکوو بیا هم ځینې خطرونه دي چې باید ومنل شي.

هغه د بین الافغاني خبرو ددویم پړاو د پیلېدو هرکلی هم کړی دی خو وایي ښایي ناټو د ځواکونو حضور یا وتل د دوحې په خبرو کې له پرمختګ سره تړاو ولري.

 

 

ټیګونه