په افغانستان کې اداري فساد ډيرې اندیښنې راپورته کړي دي
افغانستان ټول ټال څلور لکه دیرش زره حکومتي کارکونکي لری ، چې په اداري مرکزونو کې ګمارل شوي دي .
زمونږ خبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، دافغانستان د اداري اصلاحاتو د خپلواکه کمیشن سرپرست سید حشمت ا.. هاشمي زیاته کړې ده ، دولس زره اداري کارمندان ئې پيژندلي دي ،چې تر کلونو پورې له دې پرته چې کوم فعالیت ولري ، له حکومته ئې حقوق ترلاسه کړي دي .
هغه زیاته کړې ،دحکومتي ادارو دغه جعلي کارکونکو څخه یوازې د ښونې او روزنې په وزارت کې نهه زره کسانو د بې هویّته معلم په توګه کار کړی او تنخواګانې ئې اخستي دي .
هغه روښانه کړې ده ، تر دې دمه داسې هیڅ څیړنې نه دي شوي ، چې مشخصه شي ، دوي تر اوسه پورې په تیرو کلونو کې له حکومته څومره حقوق اخستي دي .
افغانستان ټول ټال څلور لکه دیرش زره حکومتي کارکونکي لری ، چې په اداري مرکزونو کې ګمارل شوي دي .