طالبان په افغانستان کښې د جنګ په دوام ټینګار لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95618-طالبان_په_افغانستان_کښې_د_جنګ_په_دوام_ټینګار_لري
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتریخوالو د لمن پراخیدا، د جنګ په دوام باندې د طالبانو ټینګار وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2021 04:18 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کښې د جنګ په دوام ټینګار لري

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتریخوالو د لمن پراخیدا، د جنګ په دوام باندې د طالبانو ټینګار وباله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتریخوالو د لمن پراخیدا، د جنګ په دوام باندې د طالبانو ټینګار وباله

عبد الله عبد الله پرون په کابل کښې په یولړ مراسمو کښې وویل: د افغانستان خلکو تمه درلوده چې د صلحې د مذاکراتو د دویم پړاؤ په پیل کښې د حکومت او طالبانو پلاوي لږترلږه د تشدد د کمولو په هکله موافقه وکړي خو دغه کار لاهم نه دی ترسره شوی او وجه یې، د جنګ په دوام باندې د طالبانو ټینګار دی.

ډاکټر عبد الله دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې په قطر کښې د صلحې د مذاکراتو د دویم پړاؤ له پیلیدو کابو شل ورځې تیریږي خو دغو خبرواترو نه یوازې کوم پرمختګ نه دی کړی بلې ویل کیږي چې له نوي بندون سره هم مخامخ شوې دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د آسټریلیا، کاناډا او ناروی له وزیراعظمانو سره په ټيلیفوني خبرو کښې په افغانستان کښې د صلحې پر ټینګښت ټینګار وکړ.