Jan 28, 2021 12:01 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومت د خلیلزاد د دندې پر دوام ټینګار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر له طالبانو سره د سولې په هدف د زلمي خلیلزاد دنده مهمه بللې او د هغه د کار پر دوام یې ټینګار کړی.

انتوني بلېنکن ویلي، له زلمي خلیلزاد یې غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، امریکا غواړي پر هغه څه پوه شي چې له طالبانو سره د سولې په تړون کې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو، خو اوس د امریکا نوی حکومت وایي چې دا تړون به له سره ارزوي.

د امریکا او د طالبانو تر مینځ د سولي هوکړه د بندو دروازو تر شا شوې چي په اړه یې ګونګي او مبهمي مسالې په بین الافغاني خبرو اترو کې د بندون د رامینځ ته کېدو سبب ګرځېدلی دی.

 

 

ټیګونه