د تاوتریخوالي دوام پر صلحې د طالبانو د بې باورۍ نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95976-د_تاوتریخوالي_دوام_پر_صلحې_د_طالبانو_د_بې_باورۍ_نښه_ده
د تاوتریخوالي زیاتېدو سره هممهاله د صلحې په خبرو کې خنډ او ځنډ هغه څه دي چې عام افغانان او چارواکي یې اندېښمن کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2021 01:42 Asia/Kabul
  • د تاوتریخوالي دوام پر صلحې د طالبانو د بې باورۍ نښه ده

د تاوتریخوالي زیاتېدو سره هممهاله د صلحې په خبرو کې خنډ او ځنډ هغه څه دي چې عام افغانان او چارواکي یې اندېښمن کړي دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې د صلحې په چارو کې د دولت د وزیر د دفتر د رئیس پر موټر ماین چاودنه غندلې ده او ویلي یې دي چې پر ملکي کارکوونکو په ځانګړي ډول پر هغوی چې په هیواد کې د صلحې د تامین لپاره کار کوي، برید، د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو زیاتوالی د صلحې د روحیې خلاف او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اجماع سره په تضاد کې دی او دغه ډول کړنې د دې څرګندونه کوي چې طالبان پر سوله باور نه لري.

یاده دې وي چې پرون سهار د صلحې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر د رئیس خوشنود نبي زاده په موټر ماين چاودنه وشوه چې نبي زاده له خپلو دوو اولادونو سره له دې پېښې روغ وتی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

ښاغلی نبي ‌زاده چې له دې پېښې روغ وتی وايي د صلحې ښکېلې خواوې باید له تعرضه خوندي پاتې شي.

په ورته وخت کې د صلحې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، طالبان باید له هرې پرېکړې وړاندې د تاوتریخوالي کمښت ته جدي پاملرنه وکړي.

د مېرمن انوري په خبره افغانان د روان تاوتریخوالي د ودرېدو غوښتونکي دي او باید سراسري اوربند ته لاره هواره شي.

د یادونې وړ ده چې له دې پېښې سره همهاله پرون په کابل کې د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت یو کارکونکی د نامعلومه کسانو په ډزو کې او دوه نور کسان د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د دغو پیښو پړه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی، البته د افغانستان حکومت بیا د داسې بریدونه پړه په طالبانو اچولې خو دې ډلې په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د تاوتریخوالي زیاتېدو سره هممهاله د صلحې په خبرو کې خنډ او ځنډ هغه څه دي چې عام افغانان او چارواکي یې اندېښمن کړي دي.