ناپوهي له داعش سره افغانانو د يوځاے کېدو وجه ده
په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې زياتره نيول شوي غړي ناپوهه او بې تعليمه دي.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشر مرستيال امرا... صالح په افغانستان کښې د داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې د سلګونو غړيو د محاکمه کېدو د يو رپوټ په وړاندې کولو سره وويل، له دغو څخه اکثر کسان بې تعليمه دي او حتی د داعش لفظ په معنا هم نه پوهيږي.
صالح زياتهکړه، د کابل په بم اېښودنو کښې زياترو لاس لرونکو ترهه ګرو په جبري توګه دغو جنايتونو ته مخه کړې ده.
د امرا... صالح د وېنا له مخې دغه کسان د طالبانو يا د داعش ترهه ګرو ځواکونو د غوښتنې په لړ کښې د دغه هېواد په حکومتي ځواکونو حملې کوي.
د افغانستان د ولسمشر مرستيال وويل د دغه هېواد حکومت په کابل کښې د ترهه ګريزو حملو څو نېټ ورکونه تباه کړي دي او افراطي او تندلارو وسله والو ځواکونو ته د دغو نېټ ورکونو د نفوذ او پراختيا اجازه ورنه کړې شي.
معاون رئیس جمهور افغانستان افزود، دولت این کشور چندین شبکه حملات تروریستی را در کابل منهدم کرده است و اجازه گسترش و نفوذ این شبکه ها را به جنگجویان افراطی نخواهد داد.