په کال کې د افغانستان نیم عواید غلا کیږي 
(last modified Mon, 29 Mar 2021 00:21:46 GMT )
Mar 29, 2021 04:51 Asia/Kabul
  • په کال کې د افغانستان نیم عواید غلا کیږي 

د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیّت  د ترټولو وروستي راپور په اساس ،  دنړس په یوسل ا تیاؤ هیوادونو کې  له فساد سره په مبارزې کې   افغانستان، د نولسو  امتیازونو په ګټلو سره  په یو سل پنځه شپیتم لمبر کې دی . 

 زمونږخبریال  دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني  د ځوانانو دلوړې شورا په لومړنۍ غونډې کې  وئیلي دي ،  په افغانستان کې  تر ټولو زیاته پانګه  په سیمې کې ددغه هیواد بریالیتوب دی چې   دآسیا په زړه کې دی  او که  سم مدیریّت وشي ،نو   له کانونو به ئې لازیات عایدات ترلاسه شي .

 دافغانستان ولسمشر دخپل هیواد پر ځوانانو غږ کړی ،  چې  د هیواد دعواید د غلا کیدا دې مخه ونیسي  او د اقتصادي چارو له وزارت سره دې خپل پلانونه شریک کړي .

 اشرف غني همداراز  د لاښو پلانونو اوپروژو  د وړاندې کولو لپاره  د افغانستان ځوانانو ته د  جایزې  د ورکولو په ژمنې سره  د  افغان ځوانانو  د عالی ورا له غړو غوښتي دي ،  هغه ځوانان چې  په حکومتي ادارو کې په کاربوخت دي ، له اداري فساد سره  د مبارزې لپاره دې له دوي  اخلاقي ژمنتیا واخلي .  د افغانستان ولسمشر  وئيلي دي ، هر ځوان چې  فساد کوي  ملی وحدت ته تاوان رسوي او که واقعا  کار ئې کومه وړتیا او کفایت نه لري ،نو باید له کاره  ګوښه شي . 

د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیّت  د ترټولو وروستي راپور په اساس ،  دنړس په یوسل ا تیاؤ هیوادونو کې  له فساد سره په مبارزې کې   افغانستان، د نولسو  امتیازونو په ګټلو سره  په یو سل پنځه شپیتم لمبر کې دی . 

 

ټیګونه