د بشري حقوقوڅار د سولې په بهیر کې د ښځو په اغیزمنې ونډې ټینګاروکړ
د دغه بنسټ په وینا په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین اندېښنه لري چې د استانبول په مذاکراتو کې د ښځو سازمانونه او د جګړې قربانیان له پامه وغورځول شي
د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وايي چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې باید افغان میرمنې د افغانستان د دولت د مقاماتو، سیاسي مشرانو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې بشپړه ونډه ولري.
د دغه بنسټ په وینا په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین اندېښنه لري چې د استانبول په مذاکراتو کې د ښځو سازمانونه او د جګړې قربانیان له پامه وغورځول شي.
د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د مسکو په غونډه کې چې د مارچ په اتلسمه جوړه شوه د یوې ښځې ګډون او د افغانستان د دولت د سولې په مرکچي پلاوي کې د څلورو ښځو شتون په یو ډول د بشري حقونو نخلاف ورزی بللی ده.
افغان چارواکو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی خو له دې وړاندې یې تل ټینګار کړی چې د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو په حقونو او د کابو دوو لسیزو په لاسته راوړنو معامله ونشي