ترکیې، افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران رول وستایه
(last modified Sun, 25 Apr 2021 03:09:25 GMT )
Apr 25, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • ترکیې، افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران رول وستایه

د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران په شمول د افغانستان د ګاونډیانو او د سیمې د هیوادونو د رول قدرونه وکړه

د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران په شمول د افغانستان د ګاونډیانو او د سیمې د هیوادونو د رول قدرونه وکړه

د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د بین الافغاني صلحې په موضوع سره په یوې آنلاین غونډې کښې ګډون وکړ چې د پاې د بیانیې په یوې برخې کښې یې راغلي دي: درې واړه هیوادونه د څه باندې څلورو لسیزو په موده د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ګاونډي هیوادونو په تیره بیا د ایران او پاکستان د رول قدرونه کوي.

دغه خبرپاڼه هم داشان په مالي اډانې سره د یو پروګرام له لارې د افغان کډوالو د اختیاري، خوندي، عزتمندې، چټکې او پایدارې ستنیدنې لپاره په افغانستان کښې د اجرا وړ شرایطو غوښتونکې شوه.

انقرې، اسلام آباد او کابل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو د ضروري اړتیاؤ په پوره کولو کښې د کوربه هیوادونو مرسته وکړي او د هغوي د ستنیدو او د دوباره استقرار لپاره یې د افغانستان له حکومته ملاتړ وکړي.

 

ټیګونه