ایران په ملګر ملتو کښې د تهران خلاف د امریکې، برطانیې او فرانسې تورونه رد کړل
(last modified Wed, 24 Jul 2024 08:14:03 GMT )
Jul 24, 2024 12:44 Asia/Kabul
  • ایران په ملګر ملتو کښې د تهران خلاف د امریکې، برطانیې او فرانسې تورونه رد کړل

د امنیت شورا په غونډې کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم استازي هم د ایران خلاف ناسم معلومات او دروغ بیان کړل.

ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې، برطانیې او فرانسې تورونه رد کړل او ویې ویل: د دا ډول تورونو هدف د اسرائیلو له رژیم څخه له ملاتړ او د سیمې د روان حالت له بنیادي علتونو څخه د نړیوالو د پام د اړولو لپاره یوازې یوه له کینې ډکه هڅه ده.

د امریکې، برطانیې او فرانسې استازو د امنیت شورا په غونډه کښې د لویدیځې آسیا او یمن د حالت په هکله، دې ته په بې پامۍ سره چې خپل حکومتونه یې د غزې په جنګ کښې د اسرائیلو له رژيمه په ملاتړ سره، د فلسطین د بې دفاع خلکو په حق کښې د صهیونیسټانو جنایتونو ته لمن وهي، مدعي شول چې د تل ابیب په زړه کښې د یمني ځواکونو کامیاب عملیات، په ایراني وسلو سره ترسره شوي دی.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر "امیر سعید ایرواني " پرون د امنیت شورا مشر او د ملګرو ملتو عمومي منشي ته په یو لیک کښې وویل: د امریکې، برطانیې او فرانسې استازو یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د بې اساسه تورونو د پورې کولو لپاره د امنیت شورا له ټریبیون څخه ګټه واخیستله.

په دغې غونډې کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم استازي هم د ایران خلاف ناسم معلومات او دروغ بیان کړل.

 

ټیګونه