چین هم د فلسطین د خلکو د روا حقونو په راژوندي کیدو تاکید وکړ
(last modified Fri, 26 Jul 2024 02:56:15 GMT )
Jul 26, 2024 07:26 Asia/Kabul
  • چین هم د فلسطین د خلکو د روا حقونو په راژوندي کیدو تاکید وکړ

د چین د خارجه وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې بیجنګ په پریکنده توګه د اسرائیلو د نیواکګرۍ په وړاندې د خپلو روا حقوقو د ژوندي کولو لپاره د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

د چین د خارجه وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې بیجنګ په پریکنده توګه د اسرائیلو د نیواکګرۍ په وړاندې د خپلو روا حقوقو د ژوندي کولو لپاره د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

میرمن مائو نینګ په دې ټکي باندې په ټینګرا سره چې فلسطین د لویدیځې آسیا ترټولو مهمه مسئله ده، وویل: بیجنګ په دې مسئله کښې هیڅ ډول خودغرضه ګټې نه لري او یوازې د انصاف درناوی کوي او له عدالت څخه دفاع کوي.

هغې وویل: بیجنګ به په لویدیځې آسیا کښې د صلحې او ثبات سره د لازیاتې مرستې او نړیوال امنیت د نوښت د طرحې اجرا ته دوام ورکړي.

 

ټیګونه