د شهید اسماعیل هنیّه د ترور جنایت ځیني عرب هیوادونه رسوا کړل
د یمن دانصار ا... غورځنګ رهبر ووئیل، د اسماعیل هنیّه د ترور او ټارګټ کولو جنایت، اروپائي هیوادونه او ځیي عرب هیوادونه چې حتی د محکوم کولو ترحده دریځ ئې هم غوره کړی نه دی ،رسوا کړل.
ایرنا خبری آژانس راپو رو رکړ، د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک الحوثي بیګا قطر ته د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیّه د جنازې له رسیدا سره په یووخت خپل ولس ته وینا وکړه.
سید الحوثي روښانه کړه، د زړه له کومې ، د شهیدا فواد شکر او اسماعیل هنیه کورنیو ته او همدرااز د لبنان او فلسطین ملتونو او اسلامی امت ته خپل تسلیّت وړاندې کوم او همداراز د الحشد الشعبی د شهیدانو کورنیو ته چې د امریکا په وروستیو جنایتون و او تیریو کې ئې ژوند قرباني کړی، دعراق مقاومت ته تسلیّت وایم.
د انصار ا... رهبر په دوام کې ووئیل، د رهبران و شهادت تل د لارې د دوام لپاره د مقاومت د اصحابو پر انګیزې ډيرې مثبتې اغیزې شیندلي او صهیونیسټي دښمن دخپلو جنایتونو په دوام سره ،ځان د الهي وعدې نه انکاریدونکي ځوړتیا ګړنګ ته ورنزدې کوي.
د یمن د انصار ا... غورځنګ رهبر روښانه کړې ده ، د اسماعیل هنیّع ترور د مقدساتو او دود او دستورو ښکاره خلاف ورزي ده . د هغه ترور اروپائي هیوادونه او ځیني هغه عرب هیوادونه چې دریځ ئې حتی د محکومیت ترحده هم ونه رسید، رسوا کړل.
هغه ټينګار وکړ، شهیداسماعیل هنیه د فلسطین عادلانه او مقدس آرمان او قضیې او د فلسطین او الاقصی جومات د آزادولو ته په خدمت کې غوره او ډیره ونډه درلوده. او د جنوبی لبنا ن په ضاحیې باندې په حملې کې د میړني او شجاع قوماندان فواد شکر شهادت هم یو ښکاره تیری او خطرنا ک جنایت ؤ.
هغه دغه راز ووئیل، امریکا ته د جنایتکار نتنیاهو له سفر سره د تاؤتریخوالي د سوئې زیاتیدا او په فارس خلیج او مدیترانې سمندر کې د امریکا له خوځښتونو سره یو وخت والی سره اړونده دي . ا مریکا یوه جنایتکاره شریکه او په عین حال کې یودوکه باز هیواد د ی چې د جنګ د پراختیا د مخنیوی خبرې کوي او په عمل کې ئې بشپړ ملاتړ هم کوي. سید عبدالملک بدرالدین الحوثی زیاته کړه ، د حماس غورځنګ په تاریخ کې دښمن د شیخ احمد یاسین پشمول د مقاومت درهبرانو په ټارګټ کولو سره ،نه دی توانیدلی د مبارزې په ارادې او کلک هوډ کې کومه سستي او خار پار رامینځة کړي او نه دی توانیدلی د دوي په وجود کې د جهاد او مبارزې سپَڼکی خاموش کړي.بلکې د خپلو مشرانواو قوماندانانو شهادت د مقاومت دلارې دد وام لپاره د مقاومتي مبارزانو په هڅونې کې لازیاتې اغیزې شیندي او دلازیات د جهاد د پیاوړتیا سبب کیږي.
هغه زیاته کړه ،دا په داسې حال کې دي چې ایران او د مقاومتي چورلیز دنورو لورو دریځونه مشخص دي او د اسرائيلو تیریو ته غاښ ماتونکي ځواب ورکونکی دی.ځینو عربو رژيمونو په ټرمپ د ډزو له پیښې سملاسی وروسته د محکومیّت اعلامیې صادرې کړې ،خو د مقاومتي چورلیز د مشرانو د ترور په محکومیّت کې ئې هیڅ اعلامیه نه ده صادره کړې.