د مقاومت د قوماندانانو ترور ته کلک ځواب قطعي دی
(last modified Fri, 02 Aug 2024 02:02:45 GMT )
Aug 02, 2024 06:32 Asia/Kabul
  • د مقاومت د قوماندانانو ترور ته کلک ځواب قطعي دی

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې د مقاومتي چورلیز د قوماندانانو  ترور ته ځواب قطعي دی ، ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت  اولبنان به د وحشي صهیونیسټانو د جنایتون وپه وړاندې چُپتیا ونه کړي.

مهر خبری آژانس راپو رورکړیو د لبنان د حزب ا...غورځنګ عمومي منشي  سید حسن نصر ا...  د حماس غورځنګ د سیاسی د فتر دم شر اسماعیل هنیه او د حزب ا... غورځنګ د لوړپوړي قوماندان  فواد شکر  دشهادت په باب په تسلیّت وئیلو سره  ووئیل،  دلبنان  اسلامي مقاومت  د حماس شریک دی  او هماغه راز به د اسرائيلو د نیواکګرۍ په وړاندې کلک  مقاومت وکړي څو چورلټې کامیابۍ ته ورسیږي.

د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي  دجنوبی بیروت په ضاحیه کې  رامینځةشوو پیښو ته په اشارې سره  ووئیل، دغه عملیات یوتیری ؤ او هغه څه چې پيښ شوي دي ، د لبنا ن په ضد د صهیونیسټي –امریکائی جنګ یوه برخه ده.

 حسن نصر ا... همدرااز په دې خبرې په ټينګار سره چې  د لبنا ن حزب ا... له دې مخکې  په نیواکي جولان کې په؛مجدل شمس ؛ باندې د حملې مسئولیّت رد کړی دی، روښانه کړه ،د حزب ا... په ضد ددغو تورونو مطرح کیداپه دغې حملې کې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د بَري کولو په موخې سره یو ظالمانه حرکت دی .

حسن نصر ا... په دې خبرې په ټينګار سره چې  صهیونسټي وحشي دښمن باید د مسلمانانو  د وینې د بدل دا خستو او د امت دپتمنو د غوسئې په تمه ووسي ، روښانه کړه ، د رهبرانو ترور پر مقاومت هیڅ اغیزې نه شیندي ،بلکې تجروبې ښودلې ده ، مقاومت  لا لوي  او پراخ او   قدرتمند کیږي.د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې  مقاومتي چورلیز په اوږد مهاله پړاؤ کې په غوسې سره البته په حکمت او منطق سره مبارزه کړې ده  او صهیونیسټي دښمن  دمقاومت په غبرګونو سره بلد دی ، ووئيل؛  مقاومت  د اسرائيلو نسل وژونکي رژيم ته په یوه بشپړ حساب شوي او واقعي ځواب پسې دی او یوه ډيره درنده څپیړه به وخوري.

د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  او دهغه یو ساتونکی  د چارشنبې په سهار وختي په تهران کې پخپل دیره کیدا ځاي کې په یوې ترهه ګرې حملې کې شهید شو .

د لبنان د حزب ا...  یو لوړپوړی قوماندان فواد شکر  هم دس ه شنبې په شپه  د جنوبی بیروت  په شاوخوا کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایکار پوځ په هوائي حملې کې شهید شوی دی. 

 

ټیګونه