د ایران د بهرنیو چارو سرپرست: صهیونیسټي رژیم ته ځواب ویلو کې جدي هوډ لرو
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقیری پخپلې ایکس پاڼه لیکلي چې صهیونیسټ رژیم ته د ځواب ورکولو په برخه کې د ایران هوډ جدي دی.
د باقري په ایکس پاڼه په دغه پيغام کې ليکلي شوي، د اردن او مصر د بهرنيو چارو د وزيرانو د ټلیفوني اړیکې په ځواب کې یې د سیمې د تحولاتو په اړه د نظر تباده ترسره کړې.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تیرو اته څلوېښت ساعتونو کې دا دویم ځل دی چې د مصر او اردون د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې اترې کوي.
د معلوماتو له مخې؛ د ایران، مصر او اردو بهرنیو چارو وزیرانو د دې خبرو پر مهال د سیمې د هېوادونو ترمنځ د مشورو پر دوام ټینګار کړی.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست ویلي: په تل ابیب کې د واکمنې جنایتکاره ډلې د جنایتونو او خطرناکو اقداماتو د دوام له امله د لویدیځې اسیا په سیمه کې حالات حساس پړاو ته رسیدلي.
باقري په دې خبرې ټینګار سره چې د سیمې مسلمان هیوادونه باید د غزې د نسل وژنې د دوام او په سیمه کې د صهیونیسټي رژيم د تیریو د پراخیدو د مخنیوي لپاره یو متحد او قاطع دریځ غوره کړي.
هغه صهیونیسټ رژیم ته د ځواب ورکولو په برخه کې د ایران دریځ ته اشاره وکړه چې په دې برخه کې یې هېواد جدي او قاطع دریځ خپل کړی.