زمونږځواب قطعي او پریکنده دی،نتنیاهو په لړزا دی
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د مقاومت د شهیدانو په تیره بیا د شهید فواد شکر د وینې د غچ په اخستو په ټينګار سره روښانه کړې ده ،وحشي صهیونیسټي رژيم ته زمونږ ځواب هغه که په ځان له سر وي او که له مقاومتي جبهې سره یو ځاي ، پریکنده او قطعي دی.
تسنیم خبري آژآنس راپو رورکړی ، سید حسن نصر ا... بیګا د اسلامی مقاومت د لوړپوړي قوماندان فواد شکر د شهادت د اومې ورځې په مناسبت په یوې وینا کې ووئیل، مونږ په اسرائيلو ته د احتمالی ځواب لپاره د ایران تیاریانې ملاحظه کړي دی.
هغه ووئیل، ممکنه ده دښمن د لمسونکي هڅې په لړ کې دبیروت د فضائي حدودو خلاف ورزی وکړي،خو له پریکنده ځوابه نشي بچیدلی او کلک ځواب ئې په انتظار کې دی.
سید حسن نصر ا... ووئيل که څه هم د فواد شکر شهادت دمونږ لپاره ډیره لویه ضائعه ده ، خو هیڅکله به هم مونږ ونه لړزوي او د مونږ د لارې د دریدا سبب به نشي. هغه کنډکونه چې شهید فواد ئې قومانداني په غاړه درلوده، خپل عملیات ئې پراخ کړي دي او د پرمختګ په حال کې دي او تاسو ټولو ئې وروستي عملیات هم ولیدل.
سید حسن نصر ا... وئیل، نتنیاهو په غزې تړانګې کې د اوربند دټينګیدا او د جنګ ددریدا غوښتونکی نه دی ،هغه د غزې د مقاومت د تسلیمیدا او پر دغې سیمې د مطلقې سلطې غوښتونکی دی ، اسرائیل هیڅکله هم دیوه فلسطیني حکومت حتی په غزې تړانګې کې ئې جوړیدا نه زغمی .
هغه په ډاګه کړه صهیونیسټي پروژه د فلسطیني حکومت له جوړیدا سره مخالفه ده ، په داسې حال کې چې د مقاومتي جبهې پروژه او پلان ، له بحر تر نهر ه پورې د فلسطین د هیواد جوړیدا ده او دمقاومت له دغه پلان پرته نوره ټوله پروژې هیڅ راتلونکی نه لري او ماته به وخوري.
د حزب ا... غورځنګ مشر ووئیل ،که نتنیاهو او امریکائي –صهیونیسټي ائيتلاف پر غزې تړانګې او لویدیځي غاړې بریالی شي ، نو دغه ماشوم وژونکی رژيم به پر سیمې مسلط شي.مونږ پر سیمې د نیواکګر ريژم د سلطې لپاره د هڅې پشمول د ځينو خطرو په وړانډې یوو ، د امریکا د دوه مخیتوب او نفاق شاهدان یوو. او اوس هم د یوه فلسطنیی هیواد دجوړیدا ډنډوره ئې منافقت دی او هیڅکله به هم دوي د فلسطینی حکومت له جوړیدا سره پُخلا نشي او دا یوازې د اسلامی هیوادونو د ویشلو لپاره یوه دسیسه او چال دی.دوي ادعا کوي په جنګ کې د نتنیاهو په کړچار راضي نه دي او پر هغه د جنګ ددریدا لپاره دباؤنه اچوي، نو که داسې وي چې البته تول دروغ وائي،ځکه دوي هماغه راز اسرائیلو ته هرډول ورانونکي وسلې ورکوي .
سید حسن نصر ا... په ډاګه کړه ، نور اسرائيل هیڅ قدرت نه لري هماغه شان چې په ریښتوني وعدې یا وعده صادق عملیاتو کې ټولو ولیدل چې ډیری هیوادونو ددغه رژيم دفاع وکړه. اوس هم د امریکا سپوږمکئ او د اسرائیلو راډارونه د پریکنده ځواب له ویرې په نهایت :ې بشپړ تیارسی دي، او خوبونه ئې ورک دي،چې دا هم د تیریګرو او جنایتکارو په خلاف د جنګ یوه برخه ده خو بلاخره به هم درنده څپيړه خوري.