ایران او ایټالیا ددوو اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
(last modified Fri, 09 Aug 2024 00:26:47 GMT )
Aug 09, 2024 04:56 Asia/Kabul
  • ایران او ایټالیا ددوو اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي

د ایران د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته ددواړو هیوادونو  ترمینځ دډپيلوماټيکو اړیکو په پیلیدا سره تراوسه پورې  دایران او ایټالیا ترمنیځ په مختلفو سیاسی،ټوریسټي ، کلتوري، هنري،پوهنتوني ، له منظمو جرمنو او نشه ایزو موادو سره دمبارزې ، اقتصادی  او تجارتي  زمینو  کې  دملګرتیاؤ څه دپاسه ۲۵ موافقې او د تفاهم یاددښتونه لاسلیک شوي  او داجرا په حال کې دي .  

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او د ایټالیا لومړۍ وزیرې د دوو اړړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعودپزشکیان او د ایټالیا لومړۍ وزیرې میرمن جورجیا  ملونی  بیګا په ټيلیفوني خبرو کې د دوو اړخیزو  اړیکو ، دترټولو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسظلو او د سولې او ثبات او امنیت د لارو چارو د  لوړتیا په باب  سره نظر تبادله وکړه.

ایټالیا  په اروپائي اتحادئې کې دایران ترټولو لوی تجارتي شریک دی او دواړه هیوادونو تل په زړه پورې اړیکې درلودلي دي.

ټیګونه