د ډرونز په حملې کې په لسګونو روهینګیائي مسلمانان ووژل شول
(last modified Sun, 11 Aug 2024 11:12:16 GMT )
Aug 11, 2024 15:42 Asia/Kabul
  • د ډرونز په حملې کې په لسګونو روهینګیائي مسلمانان ووژل شول

د میانمار د وحشي ډوله پوځ سره اړونده یوې بې پيلوټه الوتکې د میانمار پر روهینګیائي  مهاجرینو برید وکړ چې له امله ئې  کابو دوه سوه  کسان ووژل او دغه راز ئې نور په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

داهم وئیل شوي دي چې ددغو ډرونز  د حملې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، عیني شاهدان  وائي ، د میانمار د پوځ یو شمیر ډرونز الوتکو  پر هغو روهینګیائي مهاجرینو بې  آمانه حملې کړي چې له هیواده د بنګله دیش په لور د تلو په حال کې وو.

همدرااز  په یوه بل خبر کې هم وئيل شو يدي،له روهینګیائي مسلمانو لږکیو یوه ډکه کشتۍ هم تیره اونۍ د ناف سین څخه د تیریدا په حال کې  چې د بنګله  دیش د جنوب ختیځ او میانمار د شمال لویدیځ ترمینځ بهیږي، هم غرقه شوې  وه.

د ۲۰۱۷ کال له پوځي وحشي ځپنې وروسته د روهینګیا کابو یو میلیون کډوال بنګله دیش ته وتښتیدل  او په کیمپونو کې  دیره شول او ژوند  ئې وژغورۀ.

 

ټیګونه