له اسرائیلو د لویدیځو هیوادونو ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی
(last modified Tue, 13 Aug 2024 08:37:41 GMT )
Aug 13, 2024 13:07 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو د لویدیځو هیوادونو ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د صهیونیسټي رژیم د بې مخینې او انساني ضده جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا او له دغه رژیم څخه د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ، د نړیوالو اصولو یو مخالف او د جنایتونو دوام ته هڅونکی اقدام او په سیمه او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ګواښ دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان بیګا د بریطانیا له وزیراعظم کِر سټارمر سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د بې مخینې او انساني ضده جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا او په سیمه کښې د دغه رژيم ترهګرې کړنې او همداشان یې له دغه رژيمه د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ، له نړیوالو اصولو یو غړیدلی او داسې غیرمسئولانه اقدام وباله چې د خپلو جنایتونو دوام ته د صهیونیسټي رژیم په هڅولو سره یې د سیمې او نړۍ صلحه او امنیت له خطر سره مخامخ کړي دي.

ولسمشر پزشکیان په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، د نړۍ په هیڅ سیمه کښې جنګ، د هیڅ کوم هیواد په ګټه نه دی، تیري ګرو ته خبردارونکی ځواب، د هیوادونو قانوني حق او د جنایت او تیري د بندولو لپاره یوه حل لاره وبلله.

د اسلامي ایران ولسمشر همداشان د دواړو هیوادونو د اړیکو د سویې د لوړاوي او هم یې د ایټمي مذاکراتو د پیلیدو په هرکلي سره، د طرفینو له خوا په خپلو ټولو ژمنو باندې عمل، د دغو خبرواترو د کامیابۍ شرط وباله.

د بریطانیه وزیراعظم هم د غزې د جنګ په ختمیدو او د دغې سیمې خلکو ته د چټکې مرسته رسونې په پیلیدو باندې په ټینګار سره، په دې لړ کښې د ایران د لازیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

هغه په نوي پړاؤ کښې له ایران سره د اړیکو پراختیا ته د خپل هیواد د چمتووالي په اعلانولو سره هیله وښودله چې د دواړو هیوادونو سفیران زرترزره خپل ماموریت پیل کړي.

 

ټیګونه